IQNA

 نړۍ دې په افغانستان کې د ډیکټیشن په ځای انډول رامینځته کړی

16:29 - March 29, 2022
د خبر لمبر: 3485611
  تهران (ایکنا) – د ایران د خارجه وزیر پخواني سلاکار سید محمد کاظم سجاد پور د دې خبرې په کولو سره چی افغانستان په نړۍ کې یوه پیچلی ټولنه ده زیاته کړه دغه هیواد د تاریخ په اوږدو کې له هرډول تیری یا نیواک سره مخالفت کړې دې ، په داسې حال کې چی ټولو افغانستان ساده باله خو دغه هیواد درې قدرتونه یعنی انګلستان ، شوروی او امریکا له ماتې سره مخامخ کړي دي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د خارجه وزیر پخواني مرستیال سید محمد کاظم سجاد پور د اسلام اباد دسټراټیجیکو مطالعاتو د پوهنکور په کوربتوب د افغانستان د وضعیت لرلید په نړیواله غونډه کې په افغانستان کې پایداره امنیت ټولې سیمې لپاره حیاتی وباله او د دغه هیواد د خلکو د کړاو او مشکلاتو د کمولو او مرستې په هدف د سیمه ایزې اجماع  د پیاوړتیالپاره د ایران او پاکستان دوه اړخیزه ملګرتیا مهمه وبلله .

سجاد پور د دې خبرې په کولو سره چی افغانستان په نړۍ کې یوه پیچلی ټولنه ده زیاته کړه دغه هیواد د تاریخ په اوږدو کې له هرډول تیری یا نیواک سره مخالفت کړې دې ، په داسې حال کې چی ټولو افغانستان ساده باله خو دغه هیواد درې قدرتونه یعنی انګلستان ، شوروی او امریکا له ماتې سره مخامخ کړي دي .

د نړیوالو مسایلو دغه کارپیژاندی وویل افغانستان د سیمه ایزو او نړیوالو لوبغاړو د شتون له نظره یو شلوغ هیواد بلل کیږی او د افغانستان په حوزه کې ډیرو لورو رول لوبولې دې خو هر ډول سلطه که هغه نړیواله ، سیمه ایزه یا ځای وی ، په دغه هیواد کې ناممکنه ده .

دغه ایرانی ډیپلوماټ په افغانستان کېد انډول او مدیریت په ټینګار سره وویل په تیرو څلورو لسیزو کې د افغانستان نړیوال نیواک هیڅکله په دغه هیواد کې انډول رامینځته نکړې شو ، پر دې اساس ټول باید مرسته وکړي چی د د افغانستان په خلکو د ډیکټیشن پرځای په دغه هیواد کې انډول رامینځته کړی 

https://parstoday.com/ps/news/iran-i114072  

  

 

 

captcha